پېرس ماسټر ټېنس ټورنامنټ به ﴿سبا﴾ پېل كېږي

پېرس 26 اکتوبر (اے پي پي) پېرس ماسټر ټېنس ټورنامنټ به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په فرانس كښې پېل كېږي۔ په دې ټورنامنټ كښې به د ټېنس د نړۍ نامتو لوبغاړي برخه اخلي۔ په ټورنامنټ كښې به د مېنز سنګلز او ډبلز مقابلې كېږي۔ ټورنامنټ به په هارډ كورټ كولې شي۔ په مېنز سنګلز مقابلو كښې به د روسيې لوبغاړې كېرن خچانوف د خپل اعزاز دفاع كوي۔ په مېنز ډبلز كښې به د امريكې راجيو رام او د دې هسپانوې ملګرې مارشل ګرانولرز د ټائټل دفاع كوي۔