محمد حسنېن ټی 20 انټرنېشنل كښې هېټ ټرك كوؤنكو تر ټولو كم عمره باؤلر جوړ شو

اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی)د قومی کرکټ لوبډلې فاسټ باؤلر محمد حسنېن ټیم ټی 20 انټرنېشنل كښې هېټ ټرك كوؤنكو تر ټولو كم عمره باؤلر جوړ شوې۔ ده دا كارنامه د 19 كالو او 183 ورځو په عمر كښې ترسره كړه۔ دې نه وړاندې دا ريكارډ د افغانستان سپنر راشد خان سره وو۔ چا چې د 20 كالو او 157 ورځو په عمر كښې د آئرلېنډ په ضد هېټ ټرك مكمل كړې وو۔ محمد حسنېن د سری لنکا په ضد خپل اولني ټي ټونټي انټرنېشنل میچ كښې د خپل درېم اوور په آخري بال بھانوکا راجا پکسے او د بل اوور په اولنو دوه باؤلونو ډاسن شناکا او شیهان جے سوریا آؤټ كولوس ره هېټ ټرك مكمل كړو۔ محمد حسنېن خپل يو بيان كښې ووئيل په هېټ ټرك راته ډېره خوشحالي شوې۔ راروانو مېچونو كښې به هم د ښه لوبې كولو هڅه كوم۔ او هيله لرم چې ماته به ټېسټ كښې هم موقعه راكړې شي۔