د آزاد کشمیر بھمبر سيمه او ميرپور كښې د زلزلې جړقونه

میرپور/ اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد کشمیر بھمبر سيمه او ميرپور كښې د اتور په سحر د زلزلې جړقونو لامله وګړي ويرې واخستل ولې بياهم د كوم ځاني زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه نشوه۔ د نجي ټي راپر ترمخه سيمه كښې د تېرې ستمبر مياشتې په 24 مه نېټھ راغلې زلزلې څخه وروستو تردې دمه د آفټر شاكس لړۍ روانه ده۔ تېره شپه 3 بجې د راغلې زلزلې آفټر شاكس په نتيجه كښې د پولټري فارم ودانۍ پرېوتله۔ د پرېوتې ودانۍ ملبې د لاندې ګېرېدو سره درې كسان ژوبل شول كوم چې ډي اېچ كيو روغتون ته منتقل كړې شوي۔ دا خبره دې ياده وي چې میرپور آزاد کشمیر كښې د 24 ستمبر سختې زلزلې او د آفټر شاكس تر دې دمه روانې لړۍ لامله ښار كښې د زرګونو په شمېر كورونه او كمرشل ودانۍ ځپلې كېدو سره د كارولو وړ پاتې شوې نه دي