د پېښور په شمول د خېبر پختونخوا بېلو ضلعو كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په نورو 38 وګړو كښې د ډينګي تصديق

پېښور ۔05 اکتوبر(اے پی پی) د پېښور په شمول د خېبر پختونخوا بېلو ضلعو كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په نورو 38 وګړو كښې د ډينګي تصديق شوې دې چې ورسره پېښور كښې تر ټولو زيات 2049 او خېبر پختونخوا كښې د كېسونو مجموعي شمېره 4363 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د ډېنګي 4 زر 198 رنځوران روغتونونو كښې درملنو څخه وروستو فارغ كړې شوي دي۔ د ډېنګي رېسپانس یونټ لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې تېره ورځ پېښور كښې 13، سوات كښې 1، باجوړ كښې 2، كوز دیر كښې 3، مالاکنډ كښې1، مانسهرہ كښې 5، مردان كښې 1،هری پور7 كښې ،کوهاټ كښې 3،بنوں1 كښې او ډېرہ اسماعیل خان كښې هم يو نوې كېس رامخې ته شو۔ راپور كښې دا هم وئيلي شوي دي چې د صوبې په نجي او سركاري روغتونونو كښې دا مهال 165رنځوران درملنو ته بستر دي۔