اولسمشر ډاكټر عارف علوي د استاذانو نړيوالې ورځې په موقعه دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې

اسلام آباد ۔ 5 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټرعارف علوي وئيلي دي استاذان د قوم معماران دي۔ د استاذانو نړيوالې ورځې په مهال قومي پرمختګ له د دوئي خذماتو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ اولس مشر د خپل اووم كلاس استاذې ته ټېلېفون كولو سره د استاذانو نړيوالې ورځې په مهال ده لپاره د نېكو هيلو او اوږد عمر دعا وكړه۔ د دې ورځې په مناسبت خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل زه د ټولو اولس لخوا قومي پرمختګ له د استاذانو خذماتو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ استاذان د قوم معماران دي۔ د دوئي د خذمت نه غېر قوم مخ په وړاندې تلې نه شي۔ اولس مشر په دې مهال د اووم كلاس خپلې استاذې درشميم مشرف ته ټېلېفون وكړو او په غوره خذماتو ئې د دې مننه وكړه۔ ده خپلې استاذې له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د دې اوږد عمر له ئې دعا وكړه