بيجنګ 04 اکتوبر (اے پي پي) د اسټراليا د ټېنس سټار لوبغاړې ايشليګ بارټي او د هالېنډ کيکي برټنز په چائنا اوپن ټينس ټورنامنټ ويمنز سنګلز كښې سيمي فائنل ته رسېدلې دي۔ دواړو لوبغاړو پيټرا كوېټووا او اېلينا سوېټولينا ته په کوارټر فائنل كښې ماتې وركولو سره سيمي فائنل ته رسېدلې دي