د ډرون بريدونو نه پس د ايران په ضد عسكري غبرګون ممكن دے٬د سعودي د خارجه چارو دوهم وزير

نيويارك 26 ستمبر (اے پی پی)د سعودي عرب د خارجه چارو دوهم وزير عادل الجبير وئېلي دي په 14 ستمبر د تېلو پھ دوو تنصيباتو د ډرون بريدونو نه پس د پوځي غبرګون پھ شمول ټول آپشن موجود وو٬ده په ايران تور لګولو سره وئيل هر يو كس د جنګ او تاؤ ترېخوالي څخه د بچ كېدو هڅه كوي او دې لپاره مونږ په ټول آپشنز غور كوو او په صحيح وخت كښې به سمه پريكړه كوو۔عادل الجبير څوك چې دا مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون له هلته موجود دے٬د برتانيې نشرياتي ادارې سره په خپلو خبرو كښې ده په ايران تور ولګولو چې په دې بريدونو كښې د ايران لاس دے٬د امريكې تجزيه كارو كومو ته چې د برتانيې٬فرانس او د المان ملاتړ هم ترلاسه دے٬ادعا كړی چې ايران په دغه بريدونو كښې ككړ دے خو ايران ترې انكار كړے