د پاكستان او سري لنكا ترمينځھ اولنې يو ورځني نړيوال مېچ نن كېږي۔ مېچ به ډے اېنډ نائټ وي۔ ټول انتظامات بشپړ شوي دي۔ باران څخه د متاثر كېدو امكان ښكاره كړې شوې

کراچۍ ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځھ د درې يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ نن د جمعې په ورځ نېشنل كركټ سټېډيم كراچۍ كښې كولې شي۔ مېچ به ماسپخين 3 بجې پېل كېږي۔ د باران لامله د دوه ابتدائي مېچونو متاثره كېدو اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔ د پاكستان كركټ لوبډلې مشري به سرفراز احمد او د مېلمه سري لنكن لوبډلې مشري به لاهيرو تھريمانے كوي۔ د سري لنكا كركټ لوبډله 10 كاله وړاندې كراچۍ ته راغلې وه۔ مېلمه لوبډلې له فول پروف انتظامات كړې شوي دي۔ په هوټل كښې كوم غېر متعلقه وګړي ته دوئي سره د ملاقات كولو اجازه نشته۔ آئی سی سی د دواړو لوبډلو ترمينځھ سيريز لپاره ډېوډ بون مېچ ريفري ټاكلې دې۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دويم مېچ به د روانې مياشتې په 29 مه نېټه او درېم او وروستې مېچ به د اكتوبر په 2 مه نېټه كولې شي۔ د ون ډے سېريز درې واړه مېچونه به كراچۍ كښې كولې شي۔ دا مېچونه به ډے اېنډ نائټ وي كوم به چې ماسپخين 3 بجې پېل كېږي۔ دې نه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ د ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز په 5 اكتوبر پېل كېږي۔ دويم ټی ټونټی مېچ به په 7 اکتوبر او دريم او وروستې به په 9 اكتوبر كولې شي۔ دا درې واړه مېچونه به لاهور كښې د شپې كولې شي