اسلام آباد 06 جنوري(اے پي پي) د پاکستان سكواش لوبغاړي فرحان محبوب پرېذيډنټ ګولډ كپ انټرنېشنل سكواش جام فائنل كښې د هانګ كانګ لي آو ته په ماتې وركولو ټائيټل په خپله نامه كړې دې ۔د جمعې په ورځ په مصحف مير سكواش كمپلېس اسلام آباد كښې فرحان محبوب د يو په مقابل كښې د هانګ كانګ لوبغاړي لي آٶ ته په دوه مېچونو ماتې وركولو سره كاميابي ترلاسه كړې …
د پاکستان فرحان محبوب پرېذيډنټ ګولډ كپ انټرنېشنل سكواش جام فائنل كښې د هانګ كانګ لي آو ته ماتې وركولو سره ټائيټل وګټلو

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جنوري(اے پي پي) د پاکستان سكواش لوبغاړي فرحان محبوب پرېذيډنټ ګولډ كپ انټرنېشنل سكواش جام فائنل كښې د هانګ كانګ لي آو ته په ماتې وركولو ټائيټل په خپله نامه كړې دې ۔د جمعې په ورځ په مصحف مير سكواش كمپلېس اسلام آباد كښې فرحان محبوب د يو په مقابل كښې د هانګ كانګ لوبغاړي لي آٶ ته په دوه مېچونو ماتې وركولو سره كاميابي ترلاسه كړې ده ۔اولس مشر ممنون حسېن د پائې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو سره په جام كښې د ځانګړې كاركردګۍ په څرګندونه لوبغاړو له ټرافۍ او انعامونه وركړي۔په دې موقع اېئر چيف مارشل سهېل امان ٬ رياض حسېن پيرزاده ٬ د سكواش پخوانې چېمپيئنز جهانګير خان او قمرزمان ٬ غېر ملكي سفيرانو او سول او پوځي چارواكو ګډون كولو











