د بنګله دېش او افغانستان ترمينځھ د درې هېواديز كركټ سيريز فائنل نن كېږي

ډھاکه ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د بنګله دېش او افغانستان ترمينځھ ددرې هېواديز كركټ سيريز فائنل نن د نهې په ورځ ډھاكه كښې كيږي۔ د درې هېواديز سېريز په ليګ مېچونو كښې بنګله دېش درې او افغانستان دوه مېچونه ګټلو سره فائنل لپاره كوالېفائي كړې۔ دې سېريز كښې زمبابوې يوازې يو مېچ ګټلې ؤ۔ دې فائنل مېچ كښې به د بنګله دېش لوبډله د شكېب الحسن او د افغانستان لوبډله د راشد خان په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ليګ مېچونو كښې دواړو لوبډلو يو بل ته ماتې وركړې ده۔