چين د وېمنز ټي ټونټي اېسټ ايشيا كپ ټائټل وګټلو

انچيون 22 ستمبر (اے پي پي) چين د وېمنز ټي ټونټي اېسټ ايشيا كپ ټائټل وګټلو۔ د دې ټي ټونټي كپ په فائنل مېچ كښې چين د هانګ كانګ لوبډلې ته ماتې وركړه۔ چين وړومبې بټنګ كولو سره په 20 اورونو كښې 104 منډې جوړې كړې۔ د هانګ كانګ لوبډلې هدف ترلاسه نه كړې شو او په مقرره اورونو كښې ئې د 9 لوبغاړو په سوځېدو 90 منډې جوړې كړې۔