د سری لنکا په ضد يو ورځني سيريز له قامي كركټ لوبډله اعلان شوه

لاهور۔21 ستمبر(اے پی پی) د سري لنكا په ضد د يو ورځني مېچونو سيريز له 16 كسيزه قومي كركټ لوبډله اعلان كړې شوه۔ سرفراز احمد کپتان او بابراعظم دوهم كپتان غوره كړې شوې دې۔ عابد علی، افتخار احمد، محمد رضوان، محمد نواز او عثمان خان شنواری لوبډلې ته بېرته راغلي دي۔ په نورو لوبغاړو كښې آصف علی، فخر زمان ٬ حارث سهیل، محمد حسنېن، امام الحق، محمد عامر، شاداب خان، عماد وسیم او وهاب ریاض شامل دې۔ د ملا درد لامله حسن علي لوبډلې څخه بهر كړې شوې دې۔ حسن علی به نېشنل کرکټ اکېډمی لاهور كښې ری هېب پروګرام پېل كوي۔ د قامي ټي 20 اسکواډ اعلان به د سري لنكا په ضد د يو ورځني مېچونو سيريز په مهال كولې شي۔ په ممكنه اسكواډ كښې شامل نور لوبغاړي به اېن سي اے كښې ټرېنګ روان ساتي۔ د سلېکشن کمېټۍ ټولو غړو سره د اوږد مشاورت نه وروستو د اسكواډ ټاكنه شوې۔ چیف سلېکټر او هېډ کوچ مصباح الحق وئيلي نه كوم مېچ آسان وي او نه كوم حريف۔ د سيزن په پېل كښې مېچ ګټل ډېر مهم وي۔ ده ووئيل لوبغاړي سيريز كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره قومي لوبډله كښې سباؤن كښې خپل ځائې جوړولې شي