142 زره نه زيات حجاج كرام هېواد ته راورسېدل۔ د مذهبي چارو وزارت

اسلام آباد ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) د حج فرض ترسره كولو څخه وورستو د سركاري او نجي سكيمونو په مجموعي توګه 142 زره څخه زيات حاجيان صاحبان خپل هېواد ته رارسېدلې دي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند لمخې حج فلائټ آپرېش به د روانې مياشتې تر 15 مې نېټې سر ته ورسي۔ د سركاري سكيم 78 زره او د نجي سكيم 64 زره حاجيان صاحبان د سعودي ایئرلائن …

اسلام آباد ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) د حج فرض ترسره كولو څخه وورستو د سركاري او نجي سكيمونو په مجموعي توګه 142 زره څخه زيات حاجيان صاحبان خپل هېواد ته رارسېدلې دي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند لمخې حج فلائټ آپرېش به د روانې مياشتې تر 15 مې نېټې سر ته ورسي۔ د سركاري سكيم 78 زره او د نجي سكيم 64 زره حاجيان صاحبان د سعودي ایئرلائن او ایئر بلیو پروازونو د لارې هېواد ته رارسېدلې دي۔ د وياند لمخې 43 زره څخه زيات حاجيان صاحبان مدينې منورې ته رسولې شوي۔ دوئي به دغه ځائې 8 ورځې پاتې كېدو نه وروستو هېواد ته راروانېږي۔ بلخوا د سركاري سكيم 17 سوه حاجيان صاحبان په مكه مكرمه كښې موجود دي