اسلام آباد۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرعلي امين خان ګڼدا پور وئيلي دي نن د پاكستان هر يو وګړې خپله كوڅه او سيمه كښې د شهيدانو كورنيو ته د دوي په ځانګړې قربانيو د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ د مودي د انتها خوښې تږ لارې لامله نه يوازې د مسلمانانو بلكې په هند كښې د ژوند كوؤنكو ټولو اقليتونو سلامتيا خطر سره …
نن د پاكستان هر يو وګړې خپله كوڅه او سيمه كښې د شهيدانو كورنيو ته د دوي په ځانګړې قربانيو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ د مودي د انتها خوښې تږ لارې لامله نه يوازې د مسلمانانو بلكې په هند كښې د ژوند كوؤنكو ټولو اقليتونو سلامتيا خطر سره مخ ده۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګڼدا پور د دفاع ورځې په مهال پېغام
اسلام آباد۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرعلي امين خان ګڼدا پور وئيلي دي نن د پاكستان هر يو وګړې خپله كوڅه او سيمه كښې د شهيدانو كورنيو ته د دوي په ځانګړې قربانيو د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ د مودي د انتها خوښې تږ لارې لامله نه يوازې د مسلمانانو بلكې په هند كښې د ژوند كوؤنكو ټولو اقليتونو سلامتيا خطر سره مخ ده۔ ده ووئيل كومې جذبې او همت سره چې امنيتي ادوارو يوه لسيزه وړاندې د ترهه ګړۍ نوغې ويستلې په تاريخ كښې مثال نه لري ۔ علي امين خان ګڼداپور ووئيل هند ته د پاكستان په ضد د كوم هم جارحيت كولو څخه وړاندې دا سوچ كول پكار دي چې مونږ د ايمان جذبه لرونكې قام يؤ د چا په وړاندې چې د ايمان او د خپلې خاورې ساتنې نه زيات بل هېڅ څه نشته او د دې حفاظت له هر وخت او تر هر حده تللو له چمتو يؤ۔ ده ووئيل هند د خپل زور او زياتي د لارې د كشميري اولس د آزادۍ جذبه غلې كولې نه شي۔ ده ووئيل د خپلواكۍ ترلاسه كول د كشميري اولس د وينې برخه ګرځېدلې او څنګه چې مقبوضه وادۍ څخه كرفيو لرې شي ټولې وادۍ كښې به د خپلواكۍ د ترلاسه كولو غږ پورته او تحريك پېل شي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشمير آزادۍ او خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپل دريځ څخه يو انچ وروستو نه شي او سوئيلي آسيا كښې به د مودي د هندو انتها خوښي فاشسټ ايجنډا په هر قدم ناكامه كولې شي۔











