د سري لنكا او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه دوهم ټي ټونټي مېچ نن كولې شي۔ كيويز ته د 1-0 بريا ترلاسه ده

کولمبو ۔ 2 ستمبر (اے پی پی) د سري لنكا او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه دوهم ټي ټونټي مېچ نن د نهې په ورځ پالے كېلې كښې كولې شي۔ كيويز ته د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ د كيويز كركټ لوبډلې سري لنكن لوبډلې ته دې څخه وړاندې په اولني ټي ټونټي مېچ كښې 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز 1-1 …

کولمبو ۔ 2 ستمبر (اے پی پی) د سري لنكا او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه دوهم ټي ټونټي مېچ نن د نهې په ورځ پالے كېلې كښې كولې شي۔ كيويز ته د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ د كيويز كركټ لوبډلې سري لنكن لوبډلې ته دې څخه وړاندې په اولني ټي ټونټي مېچ كښې 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز 1-1 سره په برابر پاتې كېدو ختم شوې دې۔ كوربه لوبډلې كيويز ته په اولني ټېسټ مېچ كښې 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ بلخوا كيويو لوبډلې په دوهم او ورستي مېچ كښې آئي لېنډرز ته يو اننګ او 65 رنزنو سره ماتې وركولو سره سيريز برابر كړې وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د نيوزي لېنډ او سري لنكا ترمينځھ درېم ټي ټونټي او وروستې مېچ به د روانې مياشتې په 6مه نېټه كولې شي