د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواكي هندي واكمنو سره په د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواكي هندي واكمنو سره په تماس كښې ديتماس كښې دي

دبئۍ 28 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوټيريز هيله څرګنده كړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواكي هندي واكمنو سره په تماس كښې دي ٬ هيله لرو د هندي حكومت لخوا به هغوي ته مقبوضه كشمير ته د تللو په معامله زر پېشرفت اوشي۔ د خليجي ورځپاڼې راپور له مخې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د عمومي سېكتر اېسوسي اېټ وياندې اېري …

دبئۍ 28 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوټيريز هيله څرګنده كړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواكي هندي واكمنو سره په تماس كښې دي ٬ هيله لرو د هندي حكومت لخوا به هغوي ته مقبوضه كشمير ته د تللو په معامله زر پېشرفت اوشي۔ د خليجي ورځپاڼې راپور له مخې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د عمومي سېكتر اېسوسي اېټ وياندې اېري كانيكو ميډيا ته د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره د هائي كمشنرې مشعل بېشلے د بشري حقونو ډلې له د مقبوضه کشمير تللو اجازې لپاره د هند مجبورولو لپاره هڅې روانې دي۔ وياندې ووئيل زمونږ په علم كښې ده چې زمونږ د بشري حقونو اهلكار هندي واكمنو سره په تماس كښې دي او مونږ هيله لرو چې د دې رابطو په نتيجه كښې به مونږ له مقبوضه كشمير ته د تللو لار هواره شي۔ د يادونې وړ ده د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره پخواني هائي كمشنر زېد رعد الحسېن مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو انكوائرۍ او د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره د هائي كمېسون غړو ته د كنټرول لائن دواړو اړخو ته د رسنې غوښتنه وكړې وه او مشعل بېشلے هم دا غوښتنه بيا كړې۔ هند د هائي كمېشن غړو ته مقبوضه كشمير ته د رسنې نه په دې وېنا انكار وكړو چې دا زمونږ كورنۍ معامله ده او هند كښې د آزادې عدليې او بشري حقونو د تحفظ مېكنزم موجود دے۔ د دې نه پس د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره هائي كمشنر ( او اېچ سي اېچ آر) لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې د يو اېن بشري حقونو پوهانو ډلې هندي واكمنو څخه په مقبوضه کشمير د آزادۍ څرګندونې لپاره په كرېك ډاٶن ٬ معلوماتو ته رسنې او په سوله ايز احتجاج د لګولې شوو بنديزونو ختمولو غوښتنه كړې ده۔ په ګروپ كښې شاملو پنځو غړو د مقبوضه كشمير د خاص حېثيت خاتمې نه پس هلته د هندي واكمنو په اقداماتو د تشويش څرګندونه كړې ده۔ د دغې ګروپ په غړو كښې خاص روئداد نويس ډيوډ كائي٬ مائيکل فراسټ او کلېمنټ نيالے سوسي وائول شامل وو۔(ګ ل

مزید خبریں