پېرس 24 اګست (اے پي پي) د اېران خارجه وزير د فرانس اولس مشر سره ملاقات كړے او وئيلي ئې دي چې د دا ملاقات څو اونۍ وړاندې د اېران او د فرانس د اولس مشرانو ترمېنځه د ټېليفوني خبرو د لړې كړۍ ده۔ په اېلزا پېلس كښې اولس مشر ايمانويل مېكرون سره د ملاقات كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د اېران خارجه وزير ډاكټر محمد جواد …
د اېران خارجه وزير د فرانس اولس مشر سره ملاقات وكړو

مزید خبریں
پېرس 24 اګست (اے پي پي) د اېران خارجه وزير د فرانس اولس مشر سره ملاقات كړے او وئيلي ئې دي چې د دا ملاقات څو اونۍ وړاندې د اېران او د فرانس د اولس مشرانو ترمېنځه د ټېليفوني خبرو د لړې كړۍ ده۔ په اېلزا پېلس كښې اولس مشر ايمانويل مېكرون سره د ملاقات كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د اېران خارجه وزير ډاكټر محمد جواد ظريف اروپائي هېوادونو ته ووئيل چې هغوي دې د اټومي لوظنامې په وخت او د دې لوظنامې نه د امريكې جلا كېدو نه پس تهران سره كړي لوظونه پوره كړي۔ د اېران خارجه وزير د فرانس نه وړاندې د فېن لېنډ٬ سويډن او ناروے په سفر تللې و۔









