نوې ډيلې 08 اګست (اے پی پی) د هند د اړخه په مقبوضه كشمیر كښې د كرفیو او نورو سخت بندیزونو لګولو اقدام د هند په سپریم كورټ كښې چیلنچ كړے شو۔ د هند اپوزیشن ګوند كانګریس لارښود تحسېن پونا والا د اړخه دائر شوې پټیشن كښې د عدالت څخه استدعا شوې چې د دې خواست سمدستي سماعت كولو سره په مقبوضه كشمیر كښې نافذ كرفیو، فون، انټرنیټ او نیوز …
په مقبوضه كشمیر كښې د كرفیو او نورو سختو بندیزونو لګولو اقدام د هند په سپریم كورټ كښې چیلنچ كړې شو

مزید خبریں
نوې ډيلې 08 اګست (اے پی پی) د هند د اړخه په مقبوضه كشمیر كښې د كرفیو او نورو سخت بندیزونو لګولو اقدام د هند په سپریم كورټ كښې چیلنچ كړے شو۔ د هند اپوزیشن ګوند كانګریس لارښود تحسېن پونا والا د اړخه دائر شوې پټیشن كښې د عدالت څخه استدعا شوې چې د دې خواست سمدستي سماعت كولو سره په مقبوضه كشمیر كښې نافذ كرفیو، فون، انټرنیټ او نیوز چینلو بنديز پشمول ټول جارحانه اقدامات بيرته اخستلو حكم دې جاری كړې شي۔ په پټیشن كښې د مقبوضه كشمیر پخواني اعلیٰ وزيرانو محبوبه مفتی ، عمر عبداللہ او نور سیاسی لارښودو نيول غیر قانونی ګرځولو سره د هغوي په سمدستي توګه د خوشي كولو احكامات جاری كولو استدعا هم كړې۔ تحسین پونا والا د هند سپریم كورټ نه دا خواست هم كړې چې د مقبوضه كشمیر صورتحال جاج اخستلو له دې عدالتی كمېشن هم جوړ كړې شي۔









