د چين دوهم مشن آف چيف ژاؤلي جيان مېډيا ته بريفنګ

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)په پاكستان كښې د چين دوهم مشن آف چيف ژاؤلي جيان وئېلي دي ساهيوال كول پاور پلانټ د 22 مياشتو په لږه موده كښې بشپړه كړی شوې ٬ 1320 مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامل كړی شوې ده ۔د شورو په ورځ مېډيا ته بريفنګ وركولو په مهال هغه ووئيل د دې څخه په لوډشېډنګ كښې تر ډېره حده كمې راغلې٬د منصوبې څخه د …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)په پاكستان كښې د چين دوهم مشن آف چيف ژاؤلي جيان وئېلي دي ساهيوال كول پاور پلانټ د 22 مياشتو په لږه موده كښې بشپړه كړی شوې ٬ 1320 مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامل كړی شوې ده ۔د شورو په ورځ مېډيا ته بريفنګ وركولو په مهال هغه ووئيل د دې څخه په لوډشېډنګ كښې تر ډېره حده كمې راغلې٬د منصوبې څخه د توان كمې ختمولو لپاره مرسته ترلاسه شوې او د دې څخه 40 لكه كسانو د توانائي ضروريات تر سره كړې شي۔ده ووئيل د سي پیك له مخې دا واحد پروژه ده كومه چې د خپل معياد څخه وړاندې بشپړه كړی شوې۔ده ووئيل د دې پاور پلانټ بلډنګ 27 منزله دے ۔دلته ډېرو پاكستانيانو ته د روزګار موقعې وركړی شوي۔هغه ووئيل 200 ځايې انجينئرز پشمول 3 زره څخه زياتو كسانو ته د روزګار موقعې وركړې شوي۔هغه ووئيل په دې كول پاور پلانټ كار كوونكي 171 پاكستاني انجينئرز او هنرمندو ته په چين كښې جديده تربيه وركړې شوې ده

مزید خبریں