امريكائي ورځپاڼو د مقبوضه كشمير د خاص حيثيت ختمولو په حقله هندۍ پرېكړه وغندله

نيويارك ټائمز 06 اګست (اے پي پي) امريكائي ورځپاڼو د مقبوضه كشمير د خاص حيثيت ختمولو په حقله د هند د پرېكړې غندنه كولو سره وئيلي دي هند دې خپل دا حماقت په خطرناك او غېر معمولي سيمه ايز بحران كښې د بدلولو مخ نيوې وكړي۔ نامتو امريكائي ورځپاڼې نيويارك ټائمز ادارتي بورډ د هند دا اقدام خطرناك او ناسمه ګرځولو سره وئيلي دي د دې په نتيجه كښې به …

نيويارك ټائمز 06 اګست (اے پي پي) امريكائي ورځپاڼو د مقبوضه كشمير د خاص حيثيت ختمولو په حقله د هند د پرېكړې غندنه كولو سره وئيلي دي هند دې خپل دا حماقت په خطرناك او غېر معمولي سيمه ايز بحران كښې د بدلولو مخ نيوې وكړي۔ نامتو امريكائي ورځپاڼې نيويارك ټائمز ادارتي بورډ د هند دا اقدام خطرناك او ناسمه ګرځولو سره وئيلي دي د دې په نتيجه كښې به نه يوازې وينه توي شي بلكې پاكستان سره به د هند تاؤ تريخوالې زيات شي او سيمې لپاره به د دې نتيجې ډېرې خطرناكې وي۔ ورځپاڼې وئيلي دي امريكا٬ ملګري ملتونه او نور نړيوال طاقتونه دې هند د دې حماقت نه منع كړي كوم چې منطقې لپاره د يو خطرناك بحران شكل اختيارولې شي۔ هندي حكومت ته ښه معلومه وه چې د هغه اقدامات به په منطقه كښې اور ولګوي ځكه ئې د دې اعلان كولو نه وړاندې نه يوازې د زرګونو په شمېر اضافي عسكر مقبوضه كشمير ته ولېږل بلكې مهم كشميري مشران ئې د هغوي په كورونو كښې نظر بند كړل۔ سېلګري ئې د مقبوضه سيمې نه وويستل٬ سكولونه ئې بند كړل او د انټرنېټ سروس ئې معطل كړو۔ هندي حكومت د دې ټولو اقداماتو وجه دا ښودلې چې په مقبوضه سيمه كښې د ترهګرې د كومې لوئې پېښې اندېښنه ده۔ وزيراعظم نرېندر مودي او واكمن ګوند بي جے پي د روايتي هندو ذهنيت څرګندونې سره د مسلم اكثريتي سيمې جمو او كشمير خاص حيثيت ختمول يوه تاريخي غلطي درستول ګرځولي۔ ملګرو ملتونو كشميريانو ته د خپل قسمت پرېكړې كولو حق وركولو سره د ريفرنډم كولو تجويز وركړے ؤ خو تراوسه په دې تجويز عمل نه دے شوے۔ په دې پس منظر كښې د هند تازه اقدام د كشميريانو مزاحمت ته لا لار هواره كړې۔ ورځپاڼې لېكې كشميريان تر ټولو زياته اندېښنه په دې لري چې غېر رياستي وګړو ته د دوي د زمكې اخستلو اجازه وركړې شوې كومې چې تر اوسه د مقبوضه كشمير خاص حيثيت په وجه تحفظ لرلو۔ ورځپاڼې د مقبوضه كشمير د پخوانې اعلٰي وزيرې محبوبه مفتي د هغه بيان حواله وركړې چې د كشميريانو د پېژندګلو سره سره به په مقبوضه منطقه كښې اړې ګړې او خلا پېدا شي۔ د پاكستان حكومت او اپوزيشن دواړو د هند په دې غېر قانوني اقدام سخت غبرګون ښودلې او خارجه وزارت وئيلي دي د هند د دې اقدام په ځواب كښې به هره يوه ممكنه لار اختيارولې شي۔ ورځپاڼې ليكي چې كه هر څو د دې خبرې امكان زيات دے جې د هند ستره محكمه به د حكومت دا اقدام لغوا وګرځوي خو اور خو ولګېد۔ يوې بلې نامتو امريكائي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ليكلي دي د هند لخوا دا تازه اقدام په كشمير د اوږدې مودې نه د روانې قبضې يو بل نوې او تباه كوونكې موړ دے۔ د هند ګڼ شمېر قانوني پوهانو په دې اړه صدارتي حكمانه غېر آئيني ګرځولې۔ دوي وئيلي دي آرټيكل 370 د هند او د مقبوضه رياست ترمېنځه يواځنې آئيني كړې وه۔ د دې لغوا كولو لپاره د مقبوضه كشمير د قانون سازې اسمبلې نه منظوري ضروري ده خو هند دا اسمبلۍ په كال 1956م كښې تحليل كړې۔ د دې نه علاوه هند د دې اقدام نه وړاندې په مقبوضه سيمه كښې پوځي چارې زياتې كړې كومه چې د نړۍ يواځنې سيمه ده چرته چې تر ټولو زيات پوځ په ځائ دے۔ هند د دې اقدام نه وړاندې نه يوازې آزادي خوښي مشران بلكې داسې كشميري مشران هم نيولې چا چې ملاتړ كولو۔ د هندي حكومت دې پرېكړې په مقبوضه سيمهه كښې د يرې فضا پېدا شوې۔ هند د خپلو دې اقداماتو سره دا ثابته كړې چې هند داسې مطلق العنان او توسيع پسند هېواد جوړېږي كوم چې دې مقاصدو لپاره نه يوازې د نړيوالو قوانين بلكې د خپلو قوانينو هم خلاف ورزي كوي٬ ورځپانې لېكې هند دا سبق نه دې زده كړې چې د هندوستانيانو د آزادې خواهش په وړاندې د برتانيې راج هم نه وو اېسار شوے نو د كشميريانو د آزادې د هلو حلو په وړاندې به د هند حكومت څومره اودرېږي۔ د ورځپاڼې له مخې د هندي حكومت دا تازه غېر آئيني اقدام په مقبوضه كشمير كښې د هند د نوآبادياتې پروژې پېل كېدنه ده۔ دا هغه پلان دے كوم چې اسرائيل په فسلطيني سيمو قبضې لپاره كارولې ؤ ۔ ورځپاڼه ليكي چې د هند د دې اقدام په پس منظر پوهېدو لپاره دا خبره په ذهن كښې ساتل ضروري ده چې د نرېندر مودي په اقتدار كښې د هند معيشت سستې سره مخ شوے او د هندوانو د انتهاخوښې سوچ د عروج پلو روان دے

مزید خبریں