وزیراعظم نواز شریف د آزاد جمو کشمیر کونسل د بجټ 53مې غونډې مشرۍ له مظفر آباد ته ورسېد

مظفر آباد 29 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د آزاد جمو کشمیر کونسل د بجټ 53مې غونډې مشرۍ له د زيارت په ورځ مظفر آباد ته رسېد لے ۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ٬ د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر آصف کرماني او سناتور پروېز رشيد هم وزیراعظم سره دے ۔ مظفر آباد …

مظفر آباد 29 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د آزاد جمو کشمیر کونسل د بجټ 53مې غونډې مشرۍ له د زيارت په ورځ مظفر آباد ته رسېد لے ۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ٬ د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر آصف کرماني او سناتور پروېز رشيد هم وزیراعظم سره دے ۔ مظفر آباد ته په رارسېدو د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان او د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حیدر وزیراعظم محمد نواز شریف ته تود هركلې ووې۔ وزیراعظم به د خپلې دورې په موقع آزاد کشمیر كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو جاج اخلي او د آزاد کشمیر د قانون ساز اسمبلۍ غړو سره به ملاقاتونه هم كوي