علمي او ادبي ادارې فعاله كولو سره د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ډول چېلنجونو په موثره توګه قابو موندلې كېدې شي ۔ د وزیراعظم محمد نوازشریف عرفان صديقي سره خبرې

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي علمي او ادبي ادارې په بشپړه توګه فعاله كولو سره د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ پشان چېلنجونو قابو موندلې كېدې شي ۔ وزيراعظم دا خبرې د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي سره كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ وزیراعظم ووئيل شاعران، ادیبان او دانشوران د قام …

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي علمي او ادبي ادارې په بشپړه توګه فعاله كولو سره د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ پشان چېلنجونو قابو موندلې كېدې شي ۔ وزيراعظم دا خبرې د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي سره كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ وزیراعظم ووئيل شاعران، ادیبان او دانشوران د قام عظیمه سرمايه دي د دوي خېرښګړې له دې كوټلې منصوبه بندي وكړې شي ۔ وزیراعظم ووئيل کتاب٬ علم او ادب څخه لرې كېدو سره ټولنې كمزورې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل خلقو كښې اتفاق او يوالي پېدا كولو او د ځوانانو په زړونو كښې د وطن مينې سره سره عزم او باور پېدا كولو له به د علم او ادب خاوندانو له مركزي كردار لوبول وي ۔ په دې موقع عرفان صدیقي وزیراعظم ته د خپل وزارت ترلاندې د چلېدونكو ادارو د كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ عرفان صديقي وزیراعظم ته د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ كښې كېدونكې اهل قلم كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه