پینډۍ 28 دسمبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په ترھھ ګرۍ كښې د ككړو نورو 8 ترهه ګرو د مرګ سزا او د دريو ترهه ګرو د ټول عمري زندان سزاګانې توثيق كړی دي ۔پوځي عدالتونو دې ترهه ګرو ته د اسماعيلي ورورولۍ په بس د بريد كولو٬د سماجي غړي سبين محمود وژنې په امنيتي او قانون نافذ كونكو ادارو د بريدونو او د …
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په ترھھ ګرۍ كښې د ككړو نورو 8 ترهه ګرو د مرګ سزا او د دريو ترهه ګرو د ټول عمري زندان سزاګانې توثيق كړې

مزید خبریں
پینډۍ 28 دسمبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په ترھھ ګرۍ كښې د ككړو نورو 8 ترهه ګرو د مرګ سزا او د دريو ترهه ګرو د ټول عمري زندان سزاګانې توثيق كړی دي ۔پوځي عدالتونو دې ترهه ګرو ته د اسماعيلي ورورولۍ په بس د بريد كولو٬د سماجي غړي سبين محمود وژنې په امنيتي او قانون نافذ كونكو ادارو د بريدونو او د دوه چينائي انجينئرانو د تښتونې او د ترهه ګرۍ په نورو هلو ځلو كښې په ككړتيا سزاګانې وركړی دې۔د ترهه ګرۍ په دې پېښو كښې په مجموعي توګه 90 كسان مړه او 99 نور ژوبل شوي وو۔د آئي اېس پي آر ډي جي ميجر جنرال آصف غفور ترمخه د شورو په ورځ جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهه ګرۍ په بېلو كاروائيو كښې ككړو نورو 8 ترهه ګرو ته د مرګ سزا او دريو ترهه ګرو د ټول عمري زندان سزا توثيق كړی ده ۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوو تفصيلاتو ترمخه حافظ محمد عمر الياس ٬افضل احمد٬علي رحمان الياس٬عبدالسلام الياس٬رضوان عظيم٬ خرم شفيق الياس او عبدالله منصوري د كالعدم تنظيم فعاله غړي وو۔دې څلورو واړو ترهه ګرو په صفوره ګوټ كښې د اسماعيلي ورورولۍ په بس بريد كړې وو چې په نتيجه كښې يې 45 كسان په مړه شوې وو۔دوي د سبين محمود په وژنه كښې هم ككړ وو۔ټرائل كورټ او مجسټرېټ ته د خپلو جرمونو په اعتراف كولو عدالت دوي ته د مرګ سزا اورولې وه۔مسلم خان د كالعدم تنظيم وياند وو او په بې ګناه وګړو٬وسله والو ځواكونو او په قانون نافذ كوونكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې د انسپكټر شېرعلي پشمول 31 كسان مړه او 69 نور ژوبل شوي وو۔هغه د پاك پوځ كپتان نجم رياض راجه٬كپتان جنيد خان٬نائيك شاهد رسول او د لاس نائيك شكيل احمد حلالولو او توان لپاره د دوه چينائي انجينئرانو او يو ځايې وګړي تښتولو په كاروائيو كښې ككړ وو۔د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت ورته د مرګ سزا اورولې وه۔سېف الله د كالعدم تنظيم غړې ؤ او په بې ګناه وګړو او قانون نافذ كوونكو ادارو بريدونو كښې ككړ ؤه چې په نتيجه كښې يې د اے اېس آئي فريد خان او پوليس كانسټېبل مړ او يو شمېر اهلكار ژوبل شوي وو۔د ده قبضې څخه چاودېدونكي توكي او درنه وسله تر لاسه كړی شوې وه ٬دغسې د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت ورته د مرګ سزا اورولې وه۔بلال محمود د كالعدم تنظيم غړې ؤ او په بې ګناه وګړو او قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې دوه پوليس اهلكار مړه او څلور نور ژوبل شوي وو۔د ده د قبضې څخه چاودېدونكي توكي او درنه وسله برآمد كړی شوې وه د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت دوي ته د مرګ سزا اورولې وه۔سرتاج علي د كالعدم تنظيم غړې ؤ او د ترهه ګرو مالي مرستې پشمول په نورو هلو ځلو كښې ككړ وو د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت هغه ته د ټول عمري زندان سزا اورولې وه۔محمود خان د كالعدم تنظيم غړې ؤ او د چين انجينئرانو په تښتولو كښې ككړ وو ٬د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت ورته د 20 كالو قيد سزا اورولې وه۔فضل غفار د كالعدم تنظيم غړې ؤ او په پوليس اسټېشن شموزئې بريد كښې ككړ ؤ او پوليس اسټېشن څخه يې پوليس چارواكي او د اېف سي ځوانان تښتولي وو ٬د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت ده ته د 20 كالوزندان سزا اورولې وه۔









