د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د مرستې د شريكې كمېټې غونډه به د زيارت په ورځ په بېجنګ كښې كېږي٬ احسن اقبال

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د مرستې د شريكې كمېټې غونډه به د دسمبر په 29مه نېټه د زيارت په ورځ په بېجنګ كښې كېږي۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان پشمول د ټولو صوبائي اعلٰي وزيرانو ګډون متوقع دے۔ د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ غونډه كښې به سي پيك په …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د مرستې د شريكې كمېټې غونډه به د دسمبر په 29مه نېټه د زيارت په ورځ په بېجنګ كښې كېږي۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان پشمول د ټولو صوبائي اعلٰي وزيرانو ګډون متوقع دے۔ د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ غونډه كښې به سي پيك په روانو او نويو منصوبو غور كولې شي۔ د غونډې نه وړاندې به د شورو په ورځ د دواړو هېوادونو اعلٰې چارواكي هم يوه غونډه كوي۔ د غونډې مقصدونو په اړه احسن اقبال ووئيل دا منصوبه نړۍ كښې د سيمه ايزې مرستې لويه منصوبه ده او د دې په پرمختګ د پاكستان ملګري خوشحاله او دښمنان خفه دي۔ ده ووئيل بايد په دې منصوبه سياست كولو څخه ډډا وكړې شي ولې چې د دې منصوبې انحصار زمونږ په يوموټي كېدو او عزم دے۔ ده ووئيل عمران خان له چين پاكستان اقتصادي لاره د يوې صوبې منصوبه وئيل پكار نه دي ولې چې دې منصوبې څخه به ټولو صوبو ته يو برابر ګټه ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل ګوادر څخه تر سوراب د لويديز 650 كلوميټره برخه ترسره شوې چې له مخې به ئې د بلوچستان لرې پرتو سيمو سماجي او اقتصادي حالت ښه كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔