اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرې كښې په فنانس ډويژن كښې د سېكيورټيز اېنډ اېكسچېنج كميشن آف پاكستان ﴿اېس اي سي پي﴾ د معاملو جاج اختسلو لپاره يوه غونډه وشوه۔ د ايس اي سي پي چيئرمېن د خزانې وفاقي وزير ته د كارپورېټ څانګې ته اسانيې وركولو لپاره د حكومت لخوا د قانون سازې او اصلاحاتي اقداماتو په اړه بريفنګ …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرې كښې د اېس اي سي پي د معاملو جاج اختسلو لپاره غونډه وشوه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرې كښې په فنانس ډويژن كښې د سېكيورټيز اېنډ اېكسچېنج كميشن آف پاكستان ﴿اېس اي سي پي﴾ د معاملو جاج اختسلو لپاره يوه غونډه وشوه۔ د ايس اي سي پي چيئرمېن د خزانې وفاقي وزير ته د كارپورېټ څانګې ته اسانيې وركولو لپاره د حكومت لخوا د قانون سازې او اصلاحاتي اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې په لړ كښې د نړيوال معيار له مخې اصلاحات كولې شي۔ ده په دې لړ كښې د سېكيورټيز اېنډ اېكسچېنج كميشن آف پاكستان ﴿اېس اي سي پي﴾ كردار وستائيلو او هدايت ئې وِكړو چې كميشن دې كارپورېټ سېكټر ته لا اسانيې وركولو لپاره اقدامات جاري وساتي۔ په غونډه كښې د خزانې وزارت اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔









