د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع د نظريه پاكستان كونسل تر سيوري لاندې په فاطمه جناح پارك كښې ځانګړې دستوره وشوه

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع د نظريه پاكستان كونسل تر سيوري لاندې په فاطمه جناح پارك كښې يوه ځانګړې دستوره وشوه۔ په دستوره كښې سماجي شخصياتو او پوهانو ګډون كوونكو ته وېنا وكړه او وې وئيل چې بايد نوې كول دا هېر نه كړي چې زمونږ مشرانو بې مثاله قربانې وركولو سره پاكستان ترلاسه كړے دے۔ بايد مونږ …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع د نظريه پاكستان كونسل تر سيوري لاندې په فاطمه جناح پارك كښې يوه ځانګړې دستوره وشوه۔ په دستوره كښې سماجي شخصياتو او پوهانو ګډون كوونكو ته وېنا وكړه او وې وئيل چې بايد نوې كول دا هېر نه كړي چې زمونږ مشرانو بې مثاله قربانې وركولو سره پاكستان ترلاسه كړے دے۔ بايد مونږ د الله تعالٰي نه پس د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح مننه وكړو كوم چې مونږ ته د يو آزاد وطن ډالې راكړې۔ وېنا كوونكو ووئيل چې د قائد احسانات دا تقاضا لري چې مونږ د هغه اصول عملي كړو او خپله يوه يوه لمحه پاكستان لپاره وقف كړو۔ په دې موقع خاص مېلمه شېخ مختيار احمد د قائداعظم د ولادت ورځې په خوشحالې كښې كېك پرې كړو۔ په دې موقع ملي نغمې هم وړاندې كړې شوې۔