اسلام آباد ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د تعليمي اصلاحات د لارې دې مدرسې قامي چوكاټ كښې شاملې كړې شي۔ د مدرسو نصاب او د عصري علومو ترمينځھ همغږۍ له د ټولو مسلكونو علماﺀ كرامو او مشائخو كونسل جوړ كړې شوې۔ د مدرسو د رجسټرېشن تګلاره بايد آسانه او ساده وي۔ بجټ كښې …
د تعليمي اصلاحات د لارې بائد مدرسې په قامي هلو ځلو كښې شاملې كړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د تعليمي اصلاحات د لارې دې مدرسې قامي چوكاټ كښې شاملې كړې شي۔ د مدرسو نصاب او د عصري علومو ترمينځھ همغږۍ له د ټولو مسلكونو علماﺀ كرامو او مشائخو كونسل جوړ كړې شوې۔ د مدرسو د رجسټرېشن تګلاره بايد آسانه او ساده وي۔ بجټ كښې مدرسو لپاره بايد فنډز بېل كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې د يوې لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د نېكټا اعلی چارواكو د مدرسو رجسټرېشن او رېګولېشن چارو په اړه بريفېنګ وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل د مدرسو رجسټرېشن او رېګولېشن نظام آسانول ضروري دي۔ پخوا به مدرسو لپاره فنډ بېلولې شو اوس دې هم مدرسو كښې د عصري علومو تعليم له بجټ فنډز بېل كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د مدرسو نصاب جديد جوړولو او دغې نه د كركې مواد ويستو لپاره د علماﺀ او مشائخو کونسل جوړ كړې شوې چې كنوينر ئې مفتي منيب الرحمن دے۔ دا كونسل به خپل وړاندېزونه د مذهبي چارو وزارت ته وړاندې كوي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمن ووئيل حكومت مدرسې په قامي چوكاټ كښې شاملولو له ګامونه پورته كوي۔ د مذهبي چارو وزارت دې د كركې موادو مخنيوي له علماﺀ كرامو سره په ګډه تګلاره ترتيب كړي ۔ ده ووئيل نېشنل اېكشن پلان د مدرسو په رجسټرېشن او رېګولېشن كا ركوي۔ ده ووئيل د ديني مدرسو د تعليم نصاب له علماﺀ او مشائخو کونسل جوړېدل يو غوره ګام دے۔ دې سره به د ديني مدرسو د تعليم او د عصري غوښتنو ترمينځھ همغږي پېدا كولو له مرسته ترلاسه شي ۔ ده ووئيل ټول هېواد كښې 18 زره سكولونو كښې غېر رسمي تعليم وركولې شي۔ په دېني مدرسو كښې هم د تعليم دا ډول نظام وضع كېدې شي۔ په دې مهال ده اړوندو ادارو ته امر وكړو چې هغوي ټول هېواد كښې د 32 زره مدرسو په اړه بشپړ معلومات وركړي









