اسلام آباد ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن ووئېلې دي پاكستان او ازبكستان به د ا نتها خوښۍ په ضد په ګډه كار كوي ٬ده هيله څرګنده كړه چې په راتلونكې وخت كښې به د پاكستان او ازبكستان اړيكې لا قوي شي۔ د پاكستان وسله وال ځواك او اولس د ترهه ګرۍ په نره مقابله كړې۔ ترهه ګر اوس د سر پورته كولو نه وتلې دي۔ …
پاكستان او ازبكستان به د ا نتها خوښۍ په ضد په ګډه كار كوي

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن ووئېلې دي پاكستان او ازبكستان به د ا نتها خوښۍ په ضد په ګډه كار كوي ٬ده هيله څرګنده كړه چې په راتلونكې وخت كښې به د پاكستان او ازبكستان اړيكې لا قوي شي۔ د پاكستان وسله وال ځواك او اولس د ترهه ګرۍ په نره مقابله كړې۔ ترهه ګر اوس د سر پورته كولو نه وتلې دي۔ دا خبره اولس مشر د ازبكستان دوهم وزيراعظم الغ بېګ رزاقولوف سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د ازبكستان سفير سره د پاكستان او ازبكستان اعلی پلاويو هم ګډون كولو۔ اولس مشر شوکت مرزائیف له د ازبکستان اولس مشر په ټاكلې كېدو مباركې وركړه او هيله ئې ولرله چې ستاسو به دور كشې به د باكستان او ازبكستان اړېكې لا مخ په وړاندې لاړې شي ٬ اولس مشر ممنون حسېن د ازبكستان اولس مشر اسلام کریموف په مړينه د حكومت او اولس لخوا غمرازي ښكاره كړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان او ازبكستان يو بل سره د مذهب ٬ كلتور او جغرافيې په مضبوطو خپلولو تړلي شوي۔ ده ووئېل پاكستان ازبكستان سره د توان ٬ معيشت او هيومن ريسورس په څانګو كښې لا مرسته كول غواړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل بايد پاكستان او ازبكستان د ترهه ګرۍ په ضد په ګډه جنګ وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمينځھ تجارت ډېر كم دے۔ د پاكستان او ازبكستان ترمينځھ بايد د تجارت پلاويو تګ راتګ زيات شي ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه بايد د يو بل صلاحيتونو څخه ګټه پورته كړي۔ په دې مهال د ازبکستان دوهم وزیراعظم الغ بېګ رزاقولوف ووئيل پاكستان سره ملګرتيا د ازبكستان اثاثه ده او مونږ به هر څانګه كښې مرسته لا زياتوو









