اسلام آباد ۔ 22 دسمبر (اے پی پی) د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي ) او چائنه انټرنېشنل راديو (سی آر آئی ) د اقتصادی راهدارۍ تر سېوري لاندې د روانو منصوبو په ګډه كورېج كولو ته صلاح شوي دي ۔ دا صلاح د سي آر آئي دوهم ډي جي هو بانګ شینګ په مشرۍ كښې د پلاوي د اے پي پي هېډ كوارټر تږ په مهال راغلې۔ …
اے پی پی او د چائنه انټرنېشنل راديو د اقتصادی راهدارۍ تر سېوري لاندې د روانو منصوبو په ګډه كورېج كولو ته صلاح شول

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 22 دسمبر (اے پی پی) د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي ) او چائنه انټرنېشنل راديو (سی آر آئی ) د اقتصادی راهدارۍ تر سېوري لاندې د روانو منصوبو په ګډه كورېج كولو ته صلاح شوي دي ۔ دا صلاح د سي آر آئي دوهم ډي جي هو بانګ شینګ په مشرۍ كښې د پلاوي د اے پي پي هېډ كوارټر تږ په مهال راغلې۔ په دې مهال د دواړو ډلو يو ترمينځھ په خبرونو ګډولو هم اتفاق وكړو۔ دې نه وړاندې د اے پي پي اېم ډي پلاوې د سركاري خبر رسنې ادارې پېشه ورو خذماتو څخه خبر كړو۔ د اېم ډي مسعود ملك په مشرۍ كښې د اے پي پي پلاوي كښې اي ډي سهېل علي خان ٬ ډي اېن محمد نعيم چوهدري او د آئي ټي ډائرېكټر محمد غواث خان شامل وو۔ د دواړو ادارو چارواكو د يو بل د صحافتي تجربو څخه استفاده كولو سره سره د ادارو ادارتي عملې د كار استعداد زياتولو او د تربې په بېلو طريقو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وروستو پلاوي د اے پي پي د بېلو څانګو دوره وكړه او د ادارې پېشه وره كار ئې وستائلو۔ هو بانګ شېنګ اېم ډي مسعود ملك ته په ایشیاء میډیا لیډرشپ فورم كښې د ګډون كولو بلنه وركړه كومه به چې كال 2017ﺀ كښې بيجنګ كښې كيږي۔ اېم ډي مېلمنو ته سووینیئرز هم وركړه ۔









