پاکستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چې ښه پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو له ئې ځانګړې پېشرفت كړې

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د ټولو همكارانو په مرسته د ښه پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو او پاكستان يو پرمختللې ٬ سوله ايز او سوكاله هېواد جوړولو له د عزم پخلې كړې دې ۔د شورو په ورځ د ښو پرمختياېي هدفونو پحقله ګول مېز كنفرنس پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې دوهمې وزيرې ووئيل پاکستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چا …

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د ټولو همكارانو په مرسته د ښه پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو او پاكستان يو پرمختللې ٬ سوله ايز او سوكاله هېواد جوړولو له د عزم پخلې كړې دې ۔د شورو په ورځ د ښو پرمختياېي هدفونو پحقله ګول مېز كنفرنس پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې دوهمې وزيرې ووئيل پاکستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چا چې ښه پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو له ځانګړې پېشرفت كړې۔ دې ووئيل مارچ كښې د قامي سړي سر شمېرې څخه به د سباٶن پلان له مرسته ترلاسه شي٬ د بشري پرمختګ معامله بايد د سياست نه پرته وساتلې شي٬ په دې لړ كښې بايد ټول شراكت دار كردار ترسره كړي۔ مريم اورنګزېب ووئېل دې د بشري پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو له د وفاقي٬ صوبائي حكومتونو او ټولو سټېك هولډرز ترمېنځه د رابطو په ضرورت زور رواړو۔ مریم اورنګزېب ووئيل وژن 2025 كښې د بېلا بېلو څانګو ښه پرمختيائي هدفونو ټاكنه د انټرنېشنل فرېم ورك له مخې شوې او اړوند وزارتونه په دې لړ كښې د ذمه وارو ترسره كولو نه خبر كړې شوې ۔ دې ووئيل د بشري پرمختګ معامله بايد د سياست نه پرته وساتلې شي٬ په دې لړ كښې بايد ټول شراكت دار كردار ترسره كړي