د وزیراعظم محمد نواز شریف د بوسنیا هرزېګووینا پارلمان كښې تود هركلے وكړے شو

اسلام آباد21 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد نواز شریف د بوسنیا هرزېګووینا پارلمان كښې تود هركلے وكړے شو۔ د شورو په ورځ د سركاري دورې په پېل انسټي ټيوشنز بلډنګ (د بوسنيا پارلمان) ته په رسېدو په رسمي توګه د هركلي دستوره پېل شوه او د كونسل آف منسټرز چيئرمېن (وزیراعظم) ډاکټر ډینس زېودے وچ د وزیراعظم محمد نواز شریف هركلے وكړو ۔ په دې موقع دواړو مشرانو …

اسلام آباد21 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد نواز شریف د بوسنیا هرزېګووینا پارلمان كښې تود هركلے وكړے شو۔ د شورو په ورځ د سركاري دورې په پېل انسټي ټيوشنز بلډنګ (د بوسنيا پارلمان) ته په رسېدو په رسمي توګه د هركلي دستوره پېل شوه او د كونسل آف منسټرز چيئرمېن (وزیراعظم) ډاکټر ډینس زېودے وچ د وزیراعظم محمد نواز شریف هركلے وكړو ۔ په دې موقع دواړو مشرانو په زړه پورې ډول د يو بل سره ستړي مشي وكړل او يو بل له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دستوره كښې د دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږولې شول۔ په دې موقع د بوسنيا هرزېګونيا د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې وزیراعظم محمد نواز شریف ته سلامتي وركړه او وزيراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ دې څخه وروستو د دواړو لارښودو ترمېنځه يو په يو ملاقات او بيا د پلاويو په كچ خبرو اترو له لاړل