د بنګله دېش او پاكستان پخوانۍ اړيكې دا تقاضا لري چې د داسې ګامونو څخه ډډه وكړې شي چې ورسره د اولس جذبات ژوبل كېږي

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئيلي دي د بنګله دېش او د پاكستان پخوانۍ شريكې اړيكې دا تقاضا لري چې د داسې ګامونو پورته كولو څخه ډډه وكړې شي چې ورسره د اولس جذبات مجروح شي٬ پاكستان د منطقې هېوادونو او په خاص توګه بنګله دېش سره د نزدې دوستې اړيكې جوړول غواړي ځكه چې دواړه هېوادونه د …

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئيلي دي د بنګله دېش او د پاكستان پخوانۍ شريكې اړيكې دا تقاضا لري چې د داسې ګامونو پورته كولو څخه ډډه وكړې شي چې ورسره د اولس جذبات مجروح شي٬ پاكستان د منطقې هېوادونو او په خاص توګه بنګله دېش سره د نزدې دوستې اړيكې جوړول غواړي ځكه چې دواړه هېوادونه د مذهب٬ تاريخ او كلتور په ژورو خپلولو تړلي شوي۔ ده دا خبرې په پاكستان كښې د بنګله دېش هائي كشمنر طارق احسن سره په خبرو كښې وكړې چا چې د وزيراعظم سلاحكار سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كولو۔ د بنګله دېش هائي كمشنر د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي ته د سارك تر سيوري لاندې په كنفرنس كښې د ګډون كولو رسمي بلنه وركړه كوم به چې د جنورې په 21مه نېټه بوګره كښې كېږي