اسلام آباد 19 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د ډېرو اقتصادي موقعو او صلاحيتونو څخه استفادې كولو لپاره به د برېښنا كمې لرې كول وي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د انرژۍ په اړوند بېلا بېلو منصوبو د پېشرفت جاج اخستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ پرله پسې هلې ځلې تر كال 2018 هېواد څخه د برېښنا يوازې كمې لرې …
زمونږ د انرژۍ اړتيا تر سره كولو عمل په لاړ كښې بې غوري كول به په هېڅ صورت ونه زغملې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د ډېرو اقتصادي موقعو او صلاحيتونو څخه استفادې كولو لپاره به د برېښنا كمې لرې كول وي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د انرژۍ په اړوند بېلا بېلو منصوبو د پېشرفت جاج اخستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ پرله پسې هلې ځلې تر كال 2018 هېواد څخه د برېښنا يوازې كمې لرې كول نه بلكې تر كال 2022ء 30 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كول هم دي۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د برېښنا پېداوار لپاره دومره لويه سرمايه كاري شوې چې مقصد ئې خپل حاجتونه ترسره كول او د سباؤن غوښتنو ته پام لرنه كول دي۔ وزيراعظم په دې خبره افسوس څرګند كړو چی د تېرو 15 كلونو په مهال بېلو حكومتونو دې مسئلې ته پام نه دې كړې۔ وزيراعظم ووئيل د برېښنا پېداوار زياتولو سره به اقتصادي پرمختګ زيات شي۔ او صنعتي هلې ځلې به لا تندې شي۔ وزيراعظم ووئيل د منصوبو په وخت ترسره كول باوري كولو له زه پخپله په روانو منصوبو د پېش رفت جاج اخلم۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د توان منصوبه زمونږ د اقتصادي وژن محور دے۔ په دې عمل درآمد او د توان منصوبو ترسره كولو په لړ كښې به هېڅ بې غوري ونه زغملې شي۔ ده ووئېل د برېښنا پیداوار زياتېدو سره به اقتصادي پرمختګ او صنعتي هلې ځلې لا تندې شي۔ غونډه كښې پاكستان كښې د برېښنا روانو منصوبو ګنجائش او مودې په اړه بشپړ بريفېنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شوو د 7 څخه تر 8 زره مېګاواټ برېښنا شارټ فال په مقابل كښې تر مارچ 2018ء به نزدې 10996 مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله كړې شي چې ورسره به لوډشېډنګ ختم شي۔ غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف، د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شریف، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی او نورو چارواكو ګډون كولو









