د پاك ايران معاشي او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو له كوټلې ګامونو ته اړتيا ده۔ هنر دوست پاکستان او ایران فارماسوټیکل ، كركيله او د توان په څانګو كښې ګټې ترلاسه كولې شي۔ اعجاز الحق

پنډی۔18دسمبر (اے پی پی) پاكستان كښې د ايران سفير هنر دوست وئيلي د پاك ايران معاشي او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو له كوټلې ګامونو ته اړتيا ده۔ د نجي څانګې ګډون او په حكومتي كچه شريكو هڅو سره به ډېر زر دوه اړخيزه تجارتي حجم كښې د ښكاره زياتوالي كولو اهداف ترلاسه كړې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاک ایران جوائنټ چېمبر ترسېوري لاندې د ماسخوتن مېلمستيا …

پنډی۔18دسمبر (اے پی پی) پاكستان كښې د ايران سفير هنر دوست وئيلي د پاك ايران معاشي او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو له كوټلې ګامونو ته اړتيا ده۔ د نجي څانګې ګډون او په حكومتي كچه شريكو هڅو سره به ډېر زر دوه اړخيزه تجارتي حجم كښې د ښكاره زياتوالي كولو اهداف ترلاسه كړې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاک ایران جوائنټ چېمبر ترسېوري لاندې د ماسخوتن مېلمستيا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د بېن الصوبائی رابطې وفاقی وزیر ریاض پیرزادہ ، پیټرن چیف پاک ایران جوائنټ چېمبراېم اېن اے اعجاز الحق ،صدر محمد ولی خان، دوهم صدر صدر سهېل لاشاری او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ ايراني سفير ووئيل د دواړو هېوادونو مشرتابه امن او پرمختګ غواړي او د پاک ایران جوائنټ چېمبر شريك كېدو سره به پاکستان او ایران كښې دوه اړخيزه تجارت لپاره ټول ممكنھ اسانۍ كارولې شي۔ د پاک ایران جوائېنټ چېمبر پیټرن چیف اعجاز الحق ووئيل پاکستان او ایران فارماسوټیکل ، كركيله او د توان په څانګو كښې ګټې ترلاسه كولې شي او ايران څخه برېښنا او ګاز اخستلو سره پاكستان كښې د توان حاجت ترسره كېدې شي۔ ایران كښې د پاكستان سفير آصف درانی خپل خطاب كښې ووئيل د پاكستان او ايران مشرتابه ټول عمري د امن او پرمختګ لاره هواره كړې۔ او د دواړو هېوادونو تجارانو خپل منځ كښې تجارت ته وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړې۔