اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سمندر او د اوبو لارې د پاكستان طاقت او پاكستان دې څخه د استفاده كولو ادراك لري۔ سمندري تجارت ته وده وركولو له دې فني استعداد ته پام وكړې شي۔ دا خبره اولس مشر كراچۍ كښې د پاکستان مېرین اکېډمۍ 53 مې ډلې پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د پورټس اېنډ …
سمندر او د اوبو لارې د پاكستان طاقت او پاكستان دې څخه د استفاده كولو ادراك لري۔ سمندري تجارت ته وده وركولو به فني استعداد ته خاص پام كول وي۔ د اولس مشر ممنون حسېن كراچۍ كښې د پاکستان مېرین اکېډمۍ 53 مې ډلې پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سمندر او د اوبو لارې د پاكستان طاقت او پاكستان دې څخه د استفاده كولو ادراك لري۔ سمندري تجارت ته وده وركولو له دې فني استعداد ته پام وكړې شي۔ دا خبره اولس مشر كراچۍ كښې د پاکستان مېرین اکېډمۍ 53 مې ډلې پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د پورټس اېنډ شپنګ وفاقي وزير میر حاصل بزنجو، د پورټس اینډ شپنګ وفاقی سېکتر خالد پروېزاو کمانډنټ پاکستان مېرېن اکېډمی کموډور اکبر نقی هم موجود و۔ اولس مشر ووئيل نړۍ كښې هغه قامونه سر پورته كولې شي كوم چې خپل مقصدونه ترسره كولې شي۔ كوم چې خپله جغرافيه او پنګې د قام پرمختګ او سوكالۍ لپاره زيركتيا سره كاروي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد يو ځل بيا اقتصادي او دفاعي څانګو كښې استحكام پلو روانېدونكې دې۔ په دې كښې مونږ ته د چين مرسته ترلاسه ده۔ اولس مشر ووئيل پاک چین اقتصادی راهداری منصوبه به د تعمير او پرمختګ په څانګه كښې د يو ځانګړې بدلون بنياد ثابت شي۔ دې راهدارۍ سره به لینډلاکډ (Land Locked) هېوادونو او منځنۍآسيا ته هم د نړۍ تر نورو سيمو رسنه ترلاسه شي۔









