د شريكې ګټې كونسل د 15 مارچ نه په سړي سر شمېره سلا راغله

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پی پی) د شريكې ګټې كونسل د راروان كال مارچ 15 نېټې څخه د سړي سر شميرې كولو ته صلاح راغلې ده كومه كښې به چې د كورونو شميره او سړي سر شميره يو ځائي كولې شي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف پھ مشرۍ كښې د شريكې ګټو كونسل غونډه د جمعې پھ ورځ وزیراعظم هاؤس كښې وشوه ٬ غونډه كښې دې خبرې ته سلا …

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پی پی) د شريكې ګټې كونسل د راروان كال مارچ 15 نېټې څخه د سړي سر شميرې كولو ته صلاح راغلې ده كومه كښې به چې د كورونو شميره او سړي سر شميره يو ځائي كولې شي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف پھ مشرۍ كښې د شريكې ګټو كونسل غونډه د جمعې پھ ورځ وزیراعظم هاؤس كښې وشوه ٬ غونډه كښې دې خبرې ته سلا راغله چې چې سړي سر شميره پھ دوه پړاؤونو كښې كيدې شي دغسې دواړه پړاؤنه به ټولو صوبو كښی پھ يو وخت پيل كولې شي۔ غونډه كښی دې خبرې ته هم صلاح راغله چې سړې سر شميره به د صوبائی حکومتونو رابطې سره كولې شي۔ سی سی آئی عمل درآمدی مسئلو ترسره كولو له به د شماريات سیکتر او د څلورو واړو چیف سیکترانو کمېټی جوړولې شي ۔ دا خبره دې ياده وي چې پاکستان كښې هر 10 كاله پس سړي سر شميره كېږي او تر اوسه 1951ء، 1961، 1972، 1981ء او 1998ء كښی سړي سر شميرې شوې دي ۔ مارچ 2017ء كښې سړي سر شميره به 19 كاله پس كېږي۔ د وزیراعظم هاؤس لخوا جارې شوي بيان له مخې د شريكې ګټې كونسل كښې د نېشنل سیکورټی فنډ پھ جوړولو هم غور وشو او دا معامله نېشنل فنانس کمېشن ته وسپارلې شوه كوم چې د پريكړې لپاره مجاز فورم دے۔ کونسل د قامی ځنګلونو پالیسۍ اصولی منظوری هم وركړه او د موسمياتي بدلون وزير ته ئې سپارښتنه وكړھ چې د صوبائی حکومتونو سره پھ ګډه كار وكړي دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې صوبائی اختیاراتو نه تجاوز ونه شي۔ د شريكې ګټې كونسل د پنجاب حکومت له د خالص هائیډل ګټې وركولو توثیق هم وكړو۔