حکومت دې د كال 2017 نه وړاندې سېنېټ څخه منظور شوي دوه بلونه قامي اسمبلۍ څخه هم منظور كړي۔د سېنېټ چيئرمېن

اسلام آباد 16 دسمبر(اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن میا رضا رباني وئيلي دي حکومت دې د 7مې جنورۍ كال 2017 نه وړاندې سېنېټ څخه منظور شوي دوه بلونه قامي اسمبلۍ څخه هم منظور كړي ځكه چې په 21م آئيني بدلون كښې د شوو ځينو بدلونونو نيټه به ختمه شي ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د اے پي اېس پېښې په نتيجه كښې پارلمان 21م آئيني بدلون …

اسلام آباد 16 دسمبر(اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن میا رضا رباني وئيلي دي حکومت دې د 7مې جنورۍ كال 2017 نه وړاندې سېنېټ څخه منظور شوي دوه بلونه قامي اسمبلۍ څخه هم منظور كړي ځكه چې په 21م آئيني بدلون كښې د شوو ځينو بدلونونو نيټه به ختمه شي ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د اے پي اېس پېښې په نتيجه كښې پارلمان 21م آئيني بدلون منظور كړې ٶ او دې سره يو سن سېټ كلاز هم ٶ٬ په 7مه جنورۍ كال 2017 به سن سېټ كلاز عملي شي او ھغه دفعات به ختم شي۔ ده ووئېل د ټول سېنېټ كمېټۍ د ترهه ګرۍ مخنيوي له وړاندېزونه مرتب كړې وٶ چې پكښې يو د ترهه ګرۍ مخنيوي د (بدلون) بل او بل د ګواهانو د تحفظ بل٬ كوم چې سېنېټ په يوه خله منظور كړي وو قامي اسمبلۍ ته لېږلې شوي دغسې چې قانوني خلا پېدا نشي ٬جيرمېن ووئېل هيله لرو چې قامي اسمبلي او حكومت به دا دواړه بلونه منظور كړي۔ ميا رضا رباني د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق ته ووئيل چې دا معامله د حكومت په نوټس كښې راولي