اسلام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) سېنېټ د پانامه پېپرز د پلټنو بل 2016 په يوه خله منظور كړې۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال 38 غړو د پانامه پېپرز انكشافات پلټنو له د كمېسون جوړولو په بل پانامه پېپرز انكوائري بل 2016 غور كولو له تحريك وړاندې كړو۔ حكومتي غړې سناتورې عائشه رضا بدلون وړاندې كړو چې بل دې سلېكټ كمېټۍ ته ولېږلې شي ٬ كمېټۍ …
سېنېټ د پانامه پېپرز د پلټنو بل 2016 په يوه خله منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) سېنېټ د پانامه پېپرز د پلټنو بل 2016 په يوه خله منظور كړې۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال 38 غړو د پانامه پېپرز انكشافات پلټنو له د كمېسون جوړولو په بل پانامه پېپرز انكوائري بل 2016 غور كولو له تحريك وړاندې كړو۔ حكومتي غړې سناتورې عائشه رضا بدلون وړاندې كړو چې بل دې سلېكټ كمېټۍ ته ولېږلې شي ٬ كمېټۍ كښې په بل په زړه پورې غور نه دې شوې٬ زما پشمول ګڼ شمېر غړي په بل خبرو كولو سره بدلون كول غواړي دې لپاره دا به مناسب كوي چې كمېټۍ بيا په بل غور وكړي۔ اعتزاز احسن ووئيل دا بل كمېټۍ رالېږلې ايوان غور له د نور مهلت خواست كړې اوس دا د دې ايوان ملكيت دے۔ زاهد حامد ووئيل په كوم ډول چې په بل كمېټۍ كښې عمل شوې ھغه سم نه دے۔ محرك د چيئرمېن لخوا د بل شقونو لوستلو له خواست نه دې منلے۔ چيئرمېن ووئيل زه د ايوان پرېكړه نشم بدلولې دا به سم مثال نه وي۔ ده ووئيل د عائشه رضا په بدلون د ايوان رائے ترلاسه كړې چې په حق كښې ئې 17 او مخالفت كښې ئې 38 غړو رائے وركړه او دغسې بدلون په يوه خله رد كړې شو۔ د غړو د بحث نه پس د قانون وزير ووئيل چې دا واضحه شوه چې مخالفه ډله په بل شق وار بحث نه كول غواړي۔ د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن په بل شق وار منظوري ترلاسه كړه او دغسې د بل په حق كښې 37 او په مخالفت كښې ئې 15 غړو رائے وركړه او سېنېټ د پانامه پېپرز د پلټنو بل 2016 په يوه خله منظور كړو۔









