وزيراعظم د اقتدار ترلاسه كولو نه وروستو د بلوچستان حالات ښه كولو له ټول لوظونه تر سره كوي

اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀ الله زهري وئېلي دي د سوراب۔خوشاب سترې لارې بشپړېدو پشمول د تعمير او پرمختګ نورې پروژې په رېكارډ موده كښې بشپړېدو سره به سي پیك پھ حقيقي معنو كښې بلوچستان لپاره ګيم چينجرز ثابت شې٬وزيراعظم نواز شريف چې بلوچ اولس سره كومې وعدې كړی وې هغه د منصوبو په شكل كښې تر سره كولې شي۔ده د شورو په ورځ …

اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀ الله زهري وئېلي دي د سوراب۔خوشاب سترې لارې بشپړېدو پشمول د تعمير او پرمختګ نورې پروژې په رېكارډ موده كښې بشپړېدو سره به سي پیك پھ حقيقي معنو كښې بلوچستان لپاره ګيم چينجرز ثابت شې٬وزيراعظم نواز شريف چې بلوچ اولس سره كومې وعدې كړی وې هغه د منصوبو په شكل كښې تر سره كولې شي۔ده د شورو په ورځ د سوراب٬خوشاب سترې لارې پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔پھ دې مهال وزيراعظم نواز شريف د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال٬د سرحدي او رياستي چارو وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ٬د بلوچستان پخوانې اعلٰی وزير عبدالمالك بلوچ او نور سول او عسكري چارواكي موجود وو۔د بلوچستان اعلٰی وزير نواب ثناﺀ الله زهري ووئيل د بلوچستان اولس د ټولو مېلمنو د زړه نه هركلې كوي او د وزيراعظم مننه كوي چا چې د بلوچستان او اولس ته ټول عمري درانه كتلي۔د وزيراعظم دلته راتږ د بلوچستان اولس سره د مينې ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل د بلوچستان پرمختګ لپاره مونږ شپه او ورځ كار كوو۔ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)چې په ټول ټاكنو كښې اولس سره كومه وعده كړی وه چې بلوچستان سره ناانصافي به ختموو هغه ټول لوظونه وزيراعظم تر سره كوي ۔ده ووئيل د سي پیك منصوبه كښې ګوادر بندرځاې مهم حېثيت لري۔ده ووئيل سوراب لار جوړیدو نه پس به د كركيلې او معدني وسائلو تر منډيانو رسنه او د لويو ښارونو ترمينځه تګ راتګ آسان شي او د پرمختګ هلې ځلې به تندې شي۔ده ووئيل د بلوچستان بېلو سيمو يو بل سره تړلو او په ساحلي سيمو كښې د روډ نېټ ورك برخه جوړولو له د اېف ډبليو او كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل تر تربت مزل به اول د 24 ساعتو وو او اوس دا د 7 نه تر 8 ساعتو راغلو