سپيكر سردار اياز صادق سره د سويډن سفيرې ملاقات وكړو

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د شورو په ورځ د سويډن سفيرې انګرېډ جانسن د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې پاكستان سويډن سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ پارلماني …

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د شورو په ورځ د سويډن سفيرې انګرېډ جانسن د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې پاكستان سويډن سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ پارلماني رابطو ته وده وركولو سره دوه اړخيزه اړيكې پراخا كېدے شي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادو د پارلمان غړي د دواړو قومونو په رانزدې كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ په دې موقع د سويډن سفيرې د خېر سګالۍ په جذباتو مننه وكړه او پارلماني رابطو ته وده وركولو سره د دواړو هېوادونو د ملګرتيا اړيكو په پراخا كولو ئې اتفاق وكړو۔