اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) پاكستان د اتوار په ورځ په استنبول كښې د ترهګرې د بريد سخته غندنه كولو سره تركيې سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د استنبول په بيسكتاسك سيمه كښې د ترهګرې په بريد كښې د 27 امنيتي اهلكارو او د دوه سوېلين په مړينه او د 166 …
پاكستان د اتوار په ورځ په استنبول كښې د ترهګرې د بريد غندنه او تركيې سره د يووالي څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) پاكستان د اتوار په ورځ په استنبول كښې د ترهګرې د بريد سخته غندنه كولو سره تركيې سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د استنبول په بيسكتاسك سيمه كښې د ترهګرې په بريد كښې د 27 امنيتي اهلكارو او د دوه سوېلين په مړينه او د 166 كسانو په ژوبل كېدو غم جن يو۔ پاكستان د ترهګرې د دې بريد سخته غندنه كوي٬ په بريد كښې د مړو شويو كسانو بخښنې لپاره دعا كوو او مونږ د تركيې حكومت او اولس سره ولاړ يو۔ د دې نه علاوه د ترهګرې په بريد كښې د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره هم دعا كوو۔









