د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د آئي اېس آئي د مركزي دفتر دوره وكړه

پېنډۍ 09 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د انټرسروسز انټېلي جنس (آئي اېس آئي) مركزي دفتر دوره وكړه٬ د پوځ سرلښكر ته د هېواد د كورنيو او بهرنيو چارو په اړه ٬ د آئي اېس آئي د قامي سلامتيا لپاره كردار او د ترهه ګرۍ مخنيوي هڅو پحقله برېفنګ وركړې شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر د آئي …

پېنډۍ 09 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د انټرسروسز انټېلي جنس (آئي اېس آئي) مركزي دفتر دوره وكړه٬ د پوځ سرلښكر ته د هېواد د كورنيو او بهرنيو چارو په اړه ٬ د آئي اېس آئي د قامي سلامتيا لپاره كردار او د ترهه ګرۍ مخنيوي هڅو پحقله برېفنګ وركړې شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر د آئي اېس آئي هېواد سلامتيا لپاره د خدماتو ستائنه وكړه او د ادارې قامي سلامتيا لپاره د قربانيو ئې هم ستائنه وكړه۔د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ چې كله د مركزي دفتر ته ورسېد نو د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال رضوان اختر د ده هركلے وكړو۔د پوځ سرلښكر د آئي اېس آئي په مركزي دفتر كښې د شهيدانو په يادګار حاضري كولو سره د ګلونو څادر خپور كړو