اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د پبلك اکاؤنټس كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ پبلك اكاٶنټس كمېټۍ ته د رېلوے چارواكو د بريفنګ په مهال ووئيل رېلوے په مجموعي توګه 440 انجڼې لري او پكښې 280 كارولې شي٬ د رېلوے د ملازماتو شمېره لږه شوې او اوس 76 زره …
په تېرو درېو كلونو كښې رېلوے د خپل هدف نه زياته ګټه كوي ۔د رېلوے چارواكو پي اے سي ته بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د پبلك اکاؤنټس كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ پبلك اكاٶنټس كمېټۍ ته د رېلوے چارواكو د بريفنګ په مهال ووئيل رېلوے په مجموعي توګه 440 انجڼې لري او پكښې 280 كارولې شي٬ د رېلوے د ملازماتو شمېره لږه شوې او اوس 76 زره 19 كسان پاتې شوي۔ چارواكو د بريفنګ په مهال ووئيل په كال 1999 كښې 23906 مال برداره ډبۍ رېلوے سره وې چې اوس 15615 پاتې شوې او په تېرو 5 كالو كښې 131 سټېشنونه ختم كړې شوې۔د بريفنګ په مهال چارواكو زياته كړه چې د تېرو درېو كالو څخه د حكومتي هدفونو نه زيات ګټه تر لاسه كوٶ۔د كمېټۍ غړو د رېلوے سټېشنونو په كمېدو ټكونه وكړه او غوشتنه ئې وكړه چې د سټېشنونو شمېره زياته كړئ دغسې چې اولس ته د سفر آسانۍ باوري كړې شي۔ د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ چيِئرمېن سید خورشید احمد شاہ ووئيل پاكستان د اسياء تر ټولو لويه لوكو موټو فېكټري لري ٬ د دغې حالت دومره خراب ولې دے ۔د كمېټۍ غړو د وزارت چارواكو ته امر وكړو چې د رېلوے چارې زر تر زره ښې كړئ









