اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د فرانس پھ درې ورځنۍ سركاري دوره(نن)پېرس ته ځي۔هغه به 6 نه 9 دسمبر اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ(او جي پي)سمټ كښې ګډون كوي۔د فرانس خارجه چارو وزير او د برتانيې حكومت د وفاقي وزير كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړې۔هغه به د خپلې دورې په مهال د فرانسيسي پرمختګ ادارې اے اېف ډي 75مه كلنه دستوره كښې هم …
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د فرانس پھ درې ورځنۍ سركاري دوره(نن)پېرس ته ځي
اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د فرانس پھ درې ورځنۍ سركاري دوره(نن)پېرس ته ځي۔هغه به 6 نه 9 دسمبر اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ(او جي پي)سمټ كښې ګډون كوي۔د فرانس خارجه چارو وزير او د برتانيې حكومت د وفاقي وزير كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړې۔هغه به د خپلې دورې په مهال د فرانسيسي پرمختګ ادارې اے اېف ډي 75مه كلنه دستوره كښې هم ګډون كوي۔پھ دې مهال به هغه بېلو غونډو او مذاكرو كښې هم برخه اخلي۔د خزانې وزير به او پي جي سمټ كښې د پاكستان نمائندګي كوي چرته به چې د 70 څخه زيات هېوادونو مشران شفافيت٬احتساب او وګړو پشمول پھ اصولو بحث كښې برخه اخلي د كوم مقصد چې غړي هېوادونو كښې ګډ ګورننس او سماجي اقتصادي پرمختګ ته وده وركول دي۔ د دورې پھ مهال به د خزانې وزير اسحاق ډار د اے اېف ډي منيجنګ ډائرېكټر او كار ساز كمپنۍ رينالټ انتظاميې سره هم ملاقاتونه كوي









