اسلام آباد ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د خصوصي كسانو د خيال ساتلو ٬ تعليم او تربيې او د دوئي د ګټو ساتنه د ټولنې د هر وګړي ذمه واري ده۔ د غوره پرمختګ اهدافو ترلاسه كولو له به خصوصي كسان د ټولنې فعاله برخه جوړولې شي۔ د دوئي حقونه به سلب كېدو ته پرېښودلې نه شي۔ مور پلار بايد خصوصي بچي د …
د خصوصي كسانو د خيال ساتلو ٬ تعليم او تربيې او د دوئي د ګټو ساتنه د ټولنې د هر وګړي ذمه واري ده۔ د غوره پرمختګ اهدافو ترلاسه كولو له به خصوصي كسان د ټولنې فعاله برخه جوړولې شي۔ د دوئي حقونه به سلب كېدو ته پرېښودلې نه شي۔د اولس مشر ممنون حسېن د خصوصي كسانو او كوچنيانو نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خطاب
اسلام آباد ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د خصوصي كسانو د خيال ساتلو ٬ تعليم او تربيې او د دوئي د ګټو ساتنه د ټولنې د هر وګړي ذمه واري ده۔ د غوره پرمختګ اهدافو ترلاسه كولو له به خصوصي كسان د ټولنې فعاله برخه جوړولې شي۔ د دوئي حقونه به سلب كېدو ته پرېښودلې نه شي۔ مور پلار بايد خصوصي بچي د ظلم او هر ډول استحصال څخه بچ كولو له ممكنه هڅې وكړي۔ د كېډ وزارت بايد نابينا كسانو له ارود سافټ وېئر جوړ كړي۔ په دې لړ كښې به ايوان صدر هم مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د خصوصي كسانو او كوچنيانو نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د دسمبر 3 مې نېټې اهميت دا دے چې پاكستانې اولس د ټولې نړۍ په غږ كښې خپل غږ شاملولو سره د دې لوظ پخلې كوي چې د غوره پرمختګ اهدافو ترلاسه كولو له به خصوصي كسان د ټولنې فعاله برخه جوړولې شي۔ دوئي سره به كله هم په فرخ سلوك كولې نه شي۔ اولس مشر ووئيل دا زمونږ بچي دي او د خپلو صلاحيتونو په اعتبار سره دوئي چانه كم نه دي۔









