حكومت به پاكستان يو داسې رياست جوړ كړې چرته به چې د فرقه پرستۍ ٬ انتها خوښۍ او تشدد هېڅ ګنجائش نه وي۔ تعليم هغه هتھيار دې چې ورسره د انتها خوښۍ او ترهګرۍ نوغې ويستلې شي۔ د دسمبر په 16 مه نېټه كه يو اړخ ته د ماشومانو د شهادت خفه كوؤنكې پېښې ټول قام غم دړد كښې مبتلا كړو نو بلخوا ئې د ترهګرۍ په ضد يووالې هم رامخې ته كړو۔ د وزيراعظم عمران خان د آرمي پبلك سكول پېښې څلورم تلين په موقع خاص پېغام

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د آرمي پبلك سكول پېښې څلورم تلين په مهال د اتوار په ورځ خپل خاص پیغام ددې عزم پخلې وكړو چې حكومت به پاكستان يو داسې رياست جوړ كړې چرته به چې د فرقه پرستۍ ٬ انتها خوښۍ او تشدد هېڅ ګنجائش نه وي۔ تعليم هغه هتھيار دې چې ورسره د انتها خوښۍ او ترهګرۍ نوغې ويستلې شي۔ وزیراعظم …

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د آرمي پبلك سكول پېښې څلورم تلين په مهال د اتوار په ورځ خپل خاص پیغام ددې عزم پخلې وكړو چې حكومت به پاكستان يو داسې رياست جوړ كړې چرته به چې د فرقه پرستۍ ٬ انتها خوښۍ او تشدد هېڅ ګنجائش نه وي۔ تعليم هغه هتھيار دې چې ورسره د انتها خوښۍ او ترهګرۍ نوغې ويستلې شي۔ وزیراعظم ھاؤس څخه د جاري كړی شوي بيان ترمخه وزيراعظم عمران خان ووئيل د دسمبر په 16 مه نېټه كه يو اړخ ته د ماشومانو د شهادت خفه كوؤنكې پېښې ټول قام غم دړد كښې مبتلا كړو نو بلخوا ئې د ترهګرۍ په ضد يووالې هم رامخې ته كړو۔ د لوئے څښتن په مرسته او بيا د ټول قام په ملاتړ زمونږ مېړنو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو د ترهګرو په ضد د ضرب عضب او رد الفساد عملياتو دلارې هغه پرېكنده معركه ترسره كړه كومه چې مثال نه لري۔ كوچنيانو د خپلې بې ګناه وينې قرباني وركولو سره اولس ټول عمري له د داسې سفاكه دښمن په ضد يو موټې كړو كوم چې د انسانيت په نامه يو داغ او د حېوانيت تر ټولو بد مثال دے۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ د اے پي اېس كوچنيانو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره سره ددوئي هغه غم ځپليو مور پلار سره د خواخوږۍ څرګندونه كوم د كومو د زړه ټوټې چې د شهادت څادرونو كښې نغښتلې شوې كورونو ته ستانه شول۔ ټول قام د دوئي په غم دړد كښې يو شان شريك دے۔ ده ووئيل پاكستاني قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې هغه قيمت ادا كړې د كوم چې اندازه لګېدې نه شي۔ د زرګونو په شمېر د ځانونو قربانيو وركولو او د بلها معاشي زيان پورته كولو سره هم كه نن څوك په پاكستان تور لګوي نو په هغوي دا په ډاګه كول غواړم چې د نړۍ ددې جنګ تر ټولو زيات قيمت زمونږ ځواكونو ٬ وګړو او ماشومانو ادا كړې دې۔ ده ووئيل ددې ورځې په مناسبت زه ددې لوظ هم پخلې كوم چې تعليم هغه وسله ده د كومې د لارې چې انتها خوښۍ او ترهګرۍ ته مونږ ماتې وركولې شوو۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ زه خپلو مېړنو ځواكونو او د قانون نافذ كوؤنكو ټول ادارو هغه اتلانو ته سلام كوم چا چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې خپل ځانونه قربان كړې دي۔ خپلو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو تر ټولو غوره طريقه دغې ستر مقصد لپاره عزم كول دي كوم لپاره چې هغوي خپل ځانونه قربان كړل

مزید خبریں