اسلام آباد۔15 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي آصف زرداری صاحب دې د حكومت اولنۍ 100 ورځو شمېرلو په ځائې د خپل سياست اخيري ورځو شمېرلو ته پام وكړي۔ د زرګونو ورځو په شمېر حكومت كولو سره د هېواد او اولس بېړه چپه كوؤنكي زمونږ 100 ورځې شمېري۔ د خالي په ورځ د پي پي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري اولسي …
آصف علي زرداری صاحب دې د حكومت اولنۍ 100 ورځو شمېرلو په ځائې د خپل سياست اخيري ورځو شمېرلو ته پام وكړي۔ د زرګونو ورځو په شمېر حكومت كولو سره د هېواد او اولس بېړه چپه كوؤنكي زمونږ 100 ورځې شمېري۔ ټول اولس ته معلومه ده چې پېسه چا لوټ كړې ده۔ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د آصف علي زرداري په خطاب رد عمل

مزید خبریں
اسلام آباد۔15 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي آصف زرداری صاحب دې د حكومت اولنۍ 100 ورځو شمېرلو په ځائې د خپل سياست اخيري ورځو شمېرلو ته پام وكړي۔ د زرګونو ورځو په شمېر حكومت كولو سره د هېواد او اولس بېړه چپه كوؤنكي زمونږ 100 ورځې شمېري۔ د خالي په ورځ د پي پي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري اولسي غونډې ته په خطاب خپل رد عمل كښې وفاقي وزير ووئيل آصف زرداری صاحب دې د حكومت اولنۍ 100 ورځو شمېرلو په ځائې د خپل سياست اخيري ورځو شمېرلو ته پام وكړي۔ څومره چې دې مرضي وې فلسفې بيان كره قوم ته معلومه ده چې پېسه چا لوټ كړې ده۔ كوم كار چې ضياﺀ الحق ونكړې شو هغه زرداري كړې۔ پيپلز ګوند ئې قومي ګوند څخه د يوې سيمې ګوند جوړ كړو۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې دوئي څخه حساب وغوښتلې شي نو دوئي ته جمهوريت ياد شي۔ ده ووئيل آصف علي زرداري وړاندې هم يو بيان وركړې وو بيا ئې تر درې كلونو ئې دبۍ كښې سېلونه كول۔











