د نړۍ كوم طاقت هم د كشمير مسئلې ژوندې حقيقت دروغ كولې نه شي۔ د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه حل كولو كښې كردار لوبول د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د امريكا ذمه واري ده۔ امريكائي سول سوسائټي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو بدترينو خلاف ورزيو پلو عام پام ګرځولو كښې مهم كردار ترسره ولې شي۔ د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان ډلاس كښې د ورلډ افیئرز کونسل تر سېوري لاندې دستورې ته خطاب او د ډلاس امريكائي كانګرېس غړي پټ سېشن سره د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي د كشمير مسئلې ژوندې حقيقت د نړۍ كوم طاقت هم دروغ كولې نه شي۔ د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه حل كولو كښې كردار لوبول د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د امريكا ذمه واري ده۔ د مقبوضه جموں وكشمير اولس …

اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي د كشمير مسئلې ژوندې حقيقت د نړۍ كوم طاقت هم دروغ كولې نه شي۔ د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه حل كولو كښې كردار لوبول د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د امريكا ذمه واري ده۔ د مقبوضه جموں وكشمير اولس د تېرو 70 كالو نه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ځانګړې قربانۍ وركولو سره دا مسئله ژوندۍ ساتلې ده۔ د صدارتي سېكرټرېټ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د ورلډ افیئرز کونسل تر سېوري لاندې دستورې ته خطاب او د ډلاس امريكائي كانګرېس غړي پټ سېشن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښی وكړه۔ ده ووئيل امريكائي سول سوسائټي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو بدترينو خلاف ورزيو پلو عام پام ګرځولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل په مقبوضه وادۍ كښې د هند 7 لكه نه زيات عسكر تش لاسې كشميري اولس د خپلواكۍ حق غوښتلو په جرم سختو ظلمونو زور او زياتي سره مخ كړې دي۔ ده ووئيل وخت راغلې دې چې نړيواله ورورولي وړاندې كېدو سره هند د انسانيت په ضد جرمونو څخه منع كړي او د كشمير مسئله سوليز هواري له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي كومه چې ددوئي اخلاقي ذمه واري هم ده۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د هند او پاكستان خارجه وزيرانو ترمينځھ د مقرر كړې شوي ملاقات په منسوخ كېدو تبصره كولو سره ده ووئيل د مسئلو د خبرو اترو د لارې او په سفارتي ډول د حل كولو دا ځانګړې موقع د هند د ضد په سوب ضائع شوه چې په نتيجه كښې ئې په كشمير كښې د جبر او تشدد ديو نوي لهر پېل كېدو اندېښنه رامخې ته شوې ده۔ په دې مهال ده د ورلډ افیئرز کونسل غړو ته د آزاد كشمير دورې بلنه وركړه