د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات۔ د سعودي مشرتابه لخوا د نېكو هيلو او مباركۍ پېغام۔ د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه نزدې اړيكې لا پياوړې كولو له د پاكستان نوي مشرتابه سره په ګډه كار كولو كښې د خوښۍ څرګندونه

اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد كوم چې د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره د خالي په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې وو د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات وكړو۔ ده اولس مشر ته د خپل مشرتابه لخوا د نېكو هيلو او مباركۍ پېغام ورسولو۔ د اطلاعاتو وزير دوه اړخيزه …

اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد كوم چې د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره د خالي په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې وو د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات وكړو۔ ده اولس مشر ته د خپل مشرتابه لخوا د نېكو هيلو او مباركۍ پېغام ورسولو۔ د اطلاعاتو وزير دوه اړخيزه اړيكې لا غوره كولو له د پاكستان نوي مشرتابه سره په ګډه كار كولو كښې د خپل هېواد خوښۍ څخه هم اولس مشر خبر كړو۔ ډاكټر عارف علوي چا چې د اتوار په ورځ د خپل منصب سوګند پورته كړو د سعودي مېلمه هركلي كولو سره د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز او ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز لخوا د مباركۍ د پېغام مننه او ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستانې اولس سعودي عربستان او د دې مشرتابه سره د احترام او مينه عظيمه رشته لري۔ چې په سوب ئې دا اړيكې خاص جوړې شوي دي۔ اولس مشر ووئيل ددواړ هېوادونو ترمينځه د كلتور او سېلګرۍ په څانګژ كښې د مرستې پراخه موقعې موجود دي۔ اولس مشر شاه سلمان بن عبد العزيز او ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د سعودي عربستان اولس له د امن ٬ پرمختګ او د دوامدارې خوشحالۍ دعا وكړه۔ د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير اولس مشر ته د سعودي عربستان دورې كولو بلنه هم وركړه

مزید خبریں