اسلام آباد ۔ 8ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد وئيلي دي د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ د ورورولۍ مستحكمې اړيكې دي۔ پاكستان سره به د ميډيا په څانګھ كښې اړيكې لا زياتوو۔ د خالي په ورځ پاكستاني همڅنګ چوهدري فواد حسېن سره دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل د خپلې دورې په مهال ماته وزيرانو او د اسمبلۍ غړو سره …
د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ د ورورولۍ مستحكمې اړيكې دي۔ پاكستان سره به د ميډيا په څانګھ كښې اړيكې لا زياتوو۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ميډيا پلاويو په كچه لا تګ راتګ ته اړتيا ده۔ سعودي عربستان د پاكستاني كلتور ٬ فلمونو او سنېما په اړه معلومات ترلاسه كول غواړي۔ د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد خپل پاكستاني همڅنګ چوهدري فواد حسېن سره دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 8ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد وئيلي دي د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ د ورورولۍ مستحكمې اړيكې دي۔ پاكستان سره به د ميډيا په څانګھ كښې اړيكې لا زياتوو۔ د خالي په ورځ پاكستاني همڅنګ چوهدري فواد حسېن سره دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل د خپلې دورې په مهال ماته وزيرانو او د اسمبلۍ غړو سره د ملاقات كولو موقع په لاس راغله او دوئي سره مې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سعودي وزير ووئيل پاكستان زما دوهم كور دے او د تېرو 6 لسيزو په مهال د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه اړيكې ډېر زياتې مستحكم شوي دي۔ ده ووئيل پاكستاني ميډيا د حج په بشپړه ډول كورېج وكړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ميډيا پلاويو په كچه لا بدلولونو ته اړتيا ده دغسې چې د وژن 2030 په اړه د سعودي عربستان حكومت پېغام زلمو ته ورسولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان 70 فيصد وداني د 30 كالو نه په كم عمر لرونكو كسانو مشتمل ده۔ ده ووئيل سعودي عربستان به انفراسټركچر كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل سعودي عربستان د پاكستان تر ټولو لوئې تجارتي ملګرے دے۔











